په هرات ولایت کې د صنعتي نندارتون پرانستل!
نوشته شده توسط : اولین دیتا

د اقتصادي هوساینې پیغام سره د صنعتي نندارتون پرانیستل!

دافغانستان داقتصادي پیاوړتیا ترسرلیک لاندې دهرات دصنعتي نندارتون پرانیستل شوو
په هرات ولایت کې ددغه ولایت دداخلي محصولاتو لوی نندارتون پرانیستل شو.
دغه نندارتون چې ( دهرات صنعتي نندارتون او کنفرانس ) تر سلیک لاندې پرانیستل شوی وو، دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریاني،دیاد ولایت والي،سید عبدالوحید قتالي،د ولسي جرګې یو شمېر استازو د افغانستان دسوداګرۍ او پانکونې دفدراسیون یو شمېرغړو او دمعدن او صنایعو خونودرهبرۍ پلاوي او غړو په حضور کې پرانیستل شو.

     

د یادونې وړ ده چې د دې نندارتون په سل غرفو کې،هر ډول کورني محصولات،په ځانګړي توګه د میرمنو لاسي صنایع ښودل شوي وو.
د هرات والي او د سوداګرۍ وزیر د نندارتون غرفو ته د خپلې لیدنې پرمهال د اقتصادي هوساینې په هیله د زیاتوالي هرکلی وکړ او د صنعت کارانو او تولید کونکو هڅې یې وستایلې.

    

ښاغلي غوریاني وویل چې دیاد نندارتون له پرانیستې څخه یې موخه، دهېواد دداخلي تولیداتو او صنعت څخه ملاتړ او پراختیا ده. همداراز ښاغلي غوریاني وویل: چې جلالتماب ولسمشر دصنعت او سوداګرۍ دودې په موخه په ټولو ولایتونو کې له صنعت کارو مېرمنو څخه ملاتړ کوي او زیاته یې کړه چې په یاد نندارتون کې له سلو څخه ډیرې غرفې نندارې ته وړاندې شوي، دده په وینا له دې وروسته به ۷۰ سلنه غرفې په کورنیو او ۵۰ سلنه غرفې په بهرنیو نندارتونونو کې دمېرمنو دهڅونې په موخه مېرمنو ته ځانګړې شي.

     

دهرات والي ښاغلي سیدعبدالوحیدقتالي وویل چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت نوې رهبري هڅه کوي چې د کورنیو او بهرنیو نندارتونونو په جوړولو سره افغانستان له یوه مصرفي هېواد څخه په صادراتي هېواد بدل کړي. هغه زیاته کړه چې آنلاین بازار له افغانستان څخه بهر د هرات د میرمنو لاسي صنایعو د پلور پروسې ګړندۍ کولو غوره لاره ده.
همدا راز دهرات ولایت دصنعت او سوداګرۍ خونې ریس ښاغلي حمیدالله خادم وویل:چې په هېواد کې له داخلي محصولاتو او کوچنیو فابریکو څخه ملاتړ کولای شي چې د وزګارتیا ستونزه را کمه او دپانګونې کچه لوړه کړي.

 

 

#کورنې_تولیدات
#د_ښځو_لاسي_صنایع
#د_ښځو_لاسي_صنایع_په_افغانستان
#د_ښځو_لاسي_صنایع_او_صنعتي_نندارتون
#د_هرات_صنعتي_کنفرانس_او_نندارتون
#د_هرات_کورني_محصولات
#د_تولید_کوچنې_فابریکې
#د_ښځو_د_لاسي_صنایعو_ملاتړ
#د_سوداګرو_ښځو_آنلاین_سوداګري
#سوداګری_میرمني
#د_کور_سوداګري_ملاتړ
#آنلاین_سوداګري_په_افغانستان
#د_کور_میرمنو_څخه_ملاټر
#د_ښځو_سوداګري_په_افغانستان
#د_کور_میرمنو_آنلاین_سوداګري
#د_هرات_صنعتی_نندارتون





:: برچسب‌ها: اپلیکیشن جوړول،اسټارټاپ،اینټرنټي سوداګري،سایټ ډیزاین په افغانستان،سایټ جوړول،د میرمنو آنلاین سوداګری،دښځو د لاسی صنایعو ملاټر ,
:: بازدید از این مطلب : 18
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
تاریخ انتشار : یک شنبه 30 آذر 1399 | نظرات ()
مطالب مرتبط با این پست
لیست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه: